تېر یو کال کې د میدان وردګ ولایتي روغتون کې شاوخوا (۲۷۳۳) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۱۸
MOPH

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلي (۱۱۱۹) ستر او (۱۶۱۴) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو اومتخصصو داکترانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۱۶۶۹۴) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۳۴۷۸) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.