د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۰مې نېټې څخه د لړم تر ۲۲مې نېټې پورې د بغلان ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته به په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

د سترګو د پردې (کټرکت) ۴۰۰ جراحي عملیاتونه

د مطالعې لپاره د ۸۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش

د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په بغلان ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements