د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۱/۲ نېټې پورې خوست ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

* د سترګو د پردې (کترکت) ۳۵۰ جراحي عملیات

* د مطالعې لپاره د ۶۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش

* د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په خوست ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements