په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري چکلېستونو له مخې وڅېړل شول.
د ترسره شویو څېړنو په پایله کې درې شرکتونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول. یوه شرکت ته رسمي اخطاریه ورکړل شوه او د یوه شرکت ځینې درمل او روغتیايي محصولات د قانوني اسنادو وړاندې کولو تر وخته قرنطين شول.
