د پلخمري ښار په بېلابېلو سیمو کې له یو شمېر درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو
د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم د پلخمري ښار له ۳۳ خوراکي او درملیزو تأسیساتو څخه نظارت وکړ.
د دې نظارت پایله کې ۵۱ قلمه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل، چې ټولټال وزن یې شاوخوا ۷۴۳ کیلوګرامه و، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
همدارنګه، یاد ټیم د يو شمېر تأسیساتو د مثبتو فعالیتونو قدرداني وکړه او د نیمګړتیاوو د اصلاح په اړه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
