د سرغړونو له امله ۷۴ درملتونونه، شرکتونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي
د عامې روغتیا وزارت له لوري د مرکز کابل په ګډون په هرات، بلخ، فراه، لغمان، دایکندي، هلمند، بغلان، کونړ، روزګان، فاریاب، بامیان، خوست، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې د غیرقانوني فعالیتونو او سرغړونو له امله ۶ د درملو عمده پلورنځي، ۵ وارداتي شرکتونه، ۴ د مالګې د تولید او بستهبندۍ شرکتونه، ۳ د درملو غیررسمي استازولۍ او ۵۶ درملتونونه او روغتیايي کلینیکونه تړل شوي دي. همدارنګه، څه باندې ۸۴۵ قلمه خوراکي توکي او درمل د له منځه وړلو په موخه ټاکل شویو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
سربېره پر دې، په کابل، هرات، بلخ، روزګان، هلمند، کونړ او خوست ولایتونو کې څه باندې ۳۸۰ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي دي.
