د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د لوی او واړه پامیر له یو شمېر مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۳:۱۱
 ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د لوی او واړه پامیر له یو شمېر مشرانو سره لیدنه ترسره کړه

د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د لوی او واړه پامیر مشرانو ته ښه راغلاست وویل او خوښي يې څرګنده کړه چې له دوۍ سره دا ځل په مرکز کې لیدنه ترسره کوي.

د لوی او واړه پامیر مشرانو له عامې روغتیا وزارت مننه وکړه، چې یادې سیمې ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده د ناروغانو د درملنې په موخه یې مجهز ۲۰ بستریز روغتون جوړ کړی او روغتیايي ستونزو ته یې رسېدنه شوې ده.

د مالي او اداري چارو مرستیال همدا راز د لوی او واړه پامیر مشرانو وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې ټولو هېوادوالو ته عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

دیدار رئیس صحت‌عامه بلخ با وزیر صحت ازبکستان برای تقویت همکاری‌های صحی

رحمت‌الله منصور رئیس صحت‌عامه ولایت بلخ، با محترم اصیل‌بیک خدایاروف وزیر صحت‌عامه کشور ازبکستان و هیآت همراهش، به‌منظور تقویت همکاری‌های صحی نشستی را در دفتر کارش برگزار کرد.

در این. . .

BACK TO NEWS