د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د COMSTECH ادارې څخه لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۹:۱۱
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د COMSTECH ادارې څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د افغانستان د روغتیايي سکتور او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې اړوند معلومات وړاندې کړل.

د یادې ادارې مسئولینو د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي تود هرکلی وکړ او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چې دوی ته هر څه ژر د بېلا بېلو څانګو څخه ډاکټران او متوسط طبي کارکوونکي ور و پېژني؛ تر څو د دوی له لوري ورته لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي.

همداراز د نوموړې ادارې مسئولینو چمتوالی وښود، چې د PAK-AFGHAN health Forum به ډېر ژر د افغانستان او پاکستان د روغتیا وزارتونو سره په همغږۍ جوړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې COMSTECH د اسلامي همکاریو سازمان یوه څانګه ده او د پاکستان ولسمشر یې مشري کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۳ پروژه بازسازی مراکز صحی و ترمیم ۲۲ منبع آبی در ولایت غور با موفقیت تکمیل شد

در ولایت غور، ۱۱ مرکز صحی در ولسوالی‌های الفاروق، ساغر، پسابند و لعل و سرجنگل پس از بازسازی کامل فعالیت خود را از سر گرفتند. این بازسازی شامل ترمیم بخش‌های معاینه، نسایی-ولادی، مراکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۷
Background image

از سکتور صحی خصوصی و فروشگاه‌های مواد خوراکی در ولایت کنر نظارت صورت گرفت

این نظارت از سوی مسئولان نظارت و بررسی ریاست صحت عامه در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت صورت گرفت، که در نتیجهٔ آن، مقدار ۷۶۰ کیلوگرام ادویه و مواد خوراکی تاریخ‌گذشته جمع‌آوری گردیده و به. . .

BACK TO NEWS