د پولیو له منځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز رئیس د ننګرهار د عامې روغتیا له رئیس سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۵۹
Moph

د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي ننګرهار ولایت کې د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په موخه د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، مولوي امین الله شریف سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکتر عبدالقدوس بریالي، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او تطبیق کوونکو مؤسسو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د پولیو له منځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز رئیس په اوس وخت کې په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پېښو او حالت په اړه معلومات ترلاسه کړل او په یاده برخه کې یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

دیدار آنلاین معین خدمات صحی با رؤسای صحت‌عامه سه ولایت در مورد بهبود خدمات به بازگشت‌ کنندگان

محترم مولوی عبدالولی حقانی معین عرضه خدمات صحی وزارت صحت‌عامه، با رییسان صحت‌عامه ولایت های هرات، نیمروز و فراه در مورد بهبود عرضه خدمات صحی به بازگشت کننده گان به کشور از طریق آنلاین. . .

BACK TO NEWS