پکتیکا ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د پکتیکا ولایت عامې روغتیا ریاست مسئولینو ددغه ولایت په ارګون، سروبي او برمل ولسوالیو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړی، چې په پایله کې یې د ۵ روغتیايي مرکزونو په شمول ۴۶ بابه بېلابېل کتنځایونه، د غاښونو کلینیکونه، لابراتوارونه او درملتونونه د غیر قانوني فعالیتونو او جواز نه شتون له امله مهرلاک کړي.