د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسؤلینو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یو شمېر خصوصي درملتونونو، لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې یې یو درملتون او یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همداراز لس قلمه له نېټې تېر درمل راټول او اړوند ځای ته ولېږدول شول.