فاریاب او کاپیسا ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو
د فاریاب او کاپیسا عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې درې بابه درملتونونه له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو او ترڅنګ یې ۴۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته ولېږدول شول.
د یاد نظارت په ترڅ کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې؛ څو خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت اړوند ټاکل شویو کړنلارو مطابق ترسره کړي.