د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د اسنادو اروزنې په موخه د اندوسکوپي او هاضمې سیسټم ازموینې لپاره نوم لیکنه.

۲۹/۰۳/۱۴۰۴

ټاکل شوې ده چې د اکمال تخصص لوی ریاست، د مربوطه لایحې له مخې، د هغو متخصصینو څخه چې د بهرنیو هېوادونو سند ولري، اندوسکوپي او هاضمې سیسټم ازموینه واخلي. په شرایطو برابر نوماندان کولای شي له نېټې ۲۹/۰۳/۱۴۰۴  څخه تر ۲۰ ورځو پورې د لاندې لینک له لارې نوم‌لیکنه وکړي.

     https://forms.gle/PHAw4NPjqhNneAbdA

د ازموینې د اخیستلو شرایط

۱ـ د افغانستان تابعیت تذکره ولري

۲ـ د طب پوهنتون ډیپلوم ولري

۳ ـ د (عمومي جراحي او د کوچنیانو جراحي، د کوچنیانو او عمومي داخله څانګو ) کې د تخصص سند ولري.

۴ـ د انډوسکوپي او هاضمې سیسټم په برخه کې یو کلن ښوونیز سرټیفکیټ ولري، چې د بهرنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست تائید شوی وي.                        

د ازموینې اخیستلو ریفرنسونه:

 CURRENT edition 2025 (gastroenterology chapter)

HARRISON edition 21 (gastroenterology chapter)

Cotton and Williams edition 7th

Atlas of diagnostic endoscopy edition 3rd

Upper endoscopy for GI fellows (Douglas G.Adler editor)

د شرایطو وړ نوماندانو نوملړ او د ازموینې نېټه به وروسته د عامې روغتیا وزارت د رسمي وېب‌پاڼې له لارې اعلان شي.

یادونه: د لا نورو معلوماتو او یاد ستونزو حل په موخه لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

0788209637

په درنښت

د اکمال تخصص لوی ریاست

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۵۰
Background image

اطلاعیه کمپ های سیار صحی، مراقبت های چشم وزارت صحت‌عامه!

قرار است تیم سیار صحی چشم وزارت صحت‌عامه، از تاریخ  ۲۰/ ۱۰ / ۱۴۰۴ تا تاریخ ۲/ ۱۱ / ۱۴۰۴،  به ولایت خوست سفر نموده و خدمات صحی چشم را برای نیازمندان ارایه نماید که این خدمات صحی شامل:

• . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۲۶
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی اکمال تخصص!

اشتراک کننده گان امتحان بست های اکمال تخصص شفاخانه های تخصصی وزارت صحت عامه و ادارات نظامی که در رابطه به امتحان شکایت داشته باشد، می توانند شکایت خویش را از طریق لینک ذیل الی روز چهار . . .

Back to announcements