تېر یو کال کې د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې (۴۶۲۶۶) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۱۴۳۷) ستر او (۳۴۸۲۹) کوچني جراحي عملیاتونه شامل دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

په دغه روغتون کې همداراز (۱۹۴۰۰۷) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۵۰۵۱) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.