د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ۱۲ ناحیه کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ۱۲ ناحیه کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو له آنتنونو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب او حفظ الصحې مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.