د ختیځ زون د زلزلې په اړه د عامې روغتیا وزارت بیړنۍ غونډه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۳:۵۵
moph

ختیځ زون په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د ښې رسېدنې په موخه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د وزارت له مرستیالانو او اړوندو ریاستونو سره د رهبرۍ په کچه بېړنۍ غونډه وکړه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي اړوندو مسؤلینو ته د وضیعت د لا ښه څار او زیانمنو شویو ته د رسېدنې اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وزیر همداراز،  د معالجوي طب لوی ریاست او ولایتي مسؤلینو ته د معیاري او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست مسؤلینو ته د ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه هم لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د زیانمنو شویو روغتیايي وضیعت ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۸
Background image

روند تداوی و عملیات برای ۵۴۰۰ تن از بیماران مبتلا به امراض چشم در ولایت ننگرهار آغاز شده است

این روند تداوی و عملیات ها به طور رایگان به ابتکار جمعیت هلال‌احمر ولایت ننگرهار و با همکاری مالی مرکز خیریه ملک سلمان از طرف بنیاد خیریه البصر آغاز شده است که در آن به ۵۰۰۰ تن از. . .

BACK TO NEWS