د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او مل تخنيکي ټیم د لغمان ولایتي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، چې د عامې روغتیا وزارت د اقتصاد او تمويل رئیس ډاکټر میرویس احمدزي او د لغمان عامې روغتیا رئیس ډاکتر سمیع الله عابد نیازي یې هم ملتیا کوله، د مهترلام ولایتي روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.
همداراز، نوموړي د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې د خدماتو د کیفیت، د درملو موجودیت او د کارکوونکو د فعالیت ارزونه وشوه او د خدماتو لا ښه والي، شته ستونزو حل، سیسټم پیاوړتیا او د خلکو رضایت کچې لوړولو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د خلکو د رضایت کچه لوړه شي.