فراه او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۲۳
MOPH

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې فراه ولایت کې ۸۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول او دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول او کونړ ولایت کې هم یو درملتون د قانوني جواز نه لرلو له امله وتړل شو.

دغه راز، د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د بې کیفیته توکو پلور او شفري نسخو مخنیوي او روغتیایي قوانینو مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او د غیر معیاري خدماتو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

یک شفاخانه ۵۰ بستر انتانی در ولایت قندز افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد

این شفاخانه در حضور معاون مقام ولایت، رئیسان ادارات امارتی، مسوولان نهادهای ملی و بین‌المللی، داکتران متخصص، بزرگان قومی و نماینده‌گان رسانه‌ها در یک مراسم رسمی افتتاح و به بهره‌برداری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

نهایی‌سازی طرح شفاخانه ۱۰۰ بستر تخصصی و فوق‌تخصصی آموزشی در کابل با همکاری قزاقستان

ریاست عمومی پلان و پالیسی وزارت صحت عامه از طریق ریاست پلان و برنامه‌ریزی، نشستی را به‌منظور نهایی‌سازی طرح، پلان، دیزاین و پروپوزل شفاخانه ۱۰۰ بستر تخصصی و فوق‌تخصصی آموزشی که قرار است. . .

BACK TO NEWS