د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ( د احمد شاه بابا روغتون د 1404 مالي کال د اړتیا وړ، د ملي روغتون د فوق تخصص تجهیزاتو جوړولو او فعال ساتلو لپاره له بودجې د یو پایه جنراتور برابرول او تدارک) چې ریفرینس ( MOPH/1404/NCB/G-3017) ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (چهارشنبې) ورځې (10/10/1404) هـ ش پورې ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( 10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته وسپاري، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري.
د ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.
