خوست ولایت کې د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په ګربز ولسوالۍ کې ترسره شو، چې پایله کې یې ۲۲ کارتنه خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د څارنې او پلټنې مسؤلینو د خوراکي تاسیساتو مالکانو ته د حفظالصحې اصولو مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
