د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغیس ولایت لپاره له ARDHO مؤسسه سره د ۵.۷ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بادغيس ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARDHO مؤسسې سره (۵،۷۱۳،۶۲۲) د پنځه ميليونه اووه سوه دیارلس زره شپږ سوه دوه ويشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د څه باندې یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې د څه باندې ۴۰۰ بېلا بېلو روغتيايي مرکزونو، چې په کې د ولسوالۍ کچې روغتونونه، بنسټیز او فرعي روغتيايي مرکزونه، موبايل ټیمونه، ګرځنده روغتيايي ټيمونه او نور شامل دي، د بادغيس ولايت ټولو اوسېدونکو ته لومړني او تخصصي روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلينو وويل، ياد تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، ورته د لاسرسي زياتولو او د ولس د روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د بادغیس ولایت ټول اوسېدونکي له لومړنیو او تخصصي خدماتو برخمن او ۶۹۰ تنو ته به په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د ARDHO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د څه باندې یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

نشست « تقویت همکاری‌های اقتصادی و تجاری میان ا.ا. افغانستان و کشور ازبکستان» با حضور مقامات امارتی، مسوولان سکتور صحی و تجار دو کشور در کابل برگزار شد

در این نشست، دو طرف بر گسترش روابط اقتصادی، تسهیل تجارت دوجانبه و توسعه همکاری‌ها در بخش صنعت دوایی تأکید کرده و آن را گام مهمی در راستای خودکفایی، بهبود خدمات صحی و رُشد اقتصادی عنوان. . .

BACK TO NEWS