تېره اسد میاشت په کابل ښار کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت شوی
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او بازار ته د نېټې تېرو او غیرمعیاري محصولاتو د وړاندې کولو مخنیوي په موخه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې پر مهال یې شاوخوا ۹۴۳ کیلوګرامه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي راټول شوي او د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت په موخه ۱۰ مشکوکې نمونې لابراتوار ته استول شوې دي.
همدارنګه، د څښاک اوبو خوندیتوب ارزونې په موخه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي او ګرځنده اوبو رسوونکو شرکتونو او د اوبو له سرچینو څخه د اوبو نمونې اخیستل شوې او د لابراتواري څېړنو لپاره لابراتوارونو ته استول شوې دي.
