د الحاج سناتور جنت ګل خان عالي دارالعلوم زده کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۰
moph

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي برنامې اړوند د اغوش ۱۰۰ بستریز مرکز د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه زده کوونکو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یاد دارالعلوم مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او HEWAD مؤسسې ترمنځ د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په بدخشان، بادغيس، غزني، هلمند، کابل، لوګر، وردګ، ننګرهار، پکتيا، پنجشېر، سرپل، تخار، ارزګان او زابل ولایتونو کې مدغمو روغتيايي خدمتونو ته د مور او ماشوم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲
Background image

د شیخ زاهد روغتون ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د انتاناتو کنټرول او مخنیوي روزنه ورکړل شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د شیخ زاهد روغتون د ۳۸ تنو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو او مهارتونو لوړولو په موخه د انتاناتو کنټرول او مخنیوي دوه ورځنی روزنیز. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۰
Background image

د الحاج سناتور جنت ګل خان عالي دارالعلوم زده کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي برنامې اړوند د اغوش ۱۰۰ بستریز مرکز د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

BACK TO NEWS