خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د مشورتي خدمتونو، ساختماني، لوژستیکی، د تولیدي دوایي او طبي تجهیزاتوشرکتونو د پام وړ!

 

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست له ټولو مشورتي خدمتونو، ساختماني، لوژستیکی، د تولیدي دوایي او طبي تجهیزاتوشرکتونو ته په ډېر درنښت خبر ورکوي، چې خپل شرکتونه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست سره دلاندې لینک له لارې:

https://forms.gle/tZ3WcYs7M2Zc1J9B6

ثبت او راجستر کړي، تر څو د یاد وزارت په تدارکاتي پروسو کې د ګډون په پار په اسانۍ سره خبر ورکړل شي او د ګډون په موخه لاندې لینک کې خپل شرکتونه ثبت او له مونږ سره یوځای او د تدارکاتي فرصتونو څخه په خپل وخت خبر واوسي.

یادونه: که تاسو د شرکت د راجستریشن په جریان کې له کومې ستونزې سره مخ شئ، تاسو کولی شئ د وټس اپ شمیره 93786180865+ (کمال الدین - نافذ) ته زنګ ووهئ یا پیغام پریږدئ.

پته: وزیر محمد اکبرخان مېنه، د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت، د تدارکاتو ریاست

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص (Comprehensive) ازموینې پایلې!

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص (Comprehensive) ازموینې پایلې د لاندې لینک څخه موندلائ شئ.

https://nexa.gov.af/fa/search-result/73

 

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ!!!

ټولو هغو ډاکټرانو ته چې د هاضمي سیسټم انډوسکوپي ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کیږي، چې د محترمو نوماندانو اسناد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۸:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي . . .

Back to announcements