خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست متفرقه جامع (Comprehensive) ازموینه

ټاکل شوې ده چې د (Comprehensive) عمومي متفرقه ازموینه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي.

له همدې امله، هغو درنو نوماندانو ته چې په پخوانیو ازموینو کې یې ګډون نه دی کړی او یا هم نه دي بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې د دې خبرتیا له خپرېدو څخه د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې، د لاندې لینک له لارې خپله نوم‌ لیکنه بشپړه کړي:

(https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfWpI4CfA1IYpagQIiIuQlobBaRvBLWGFsguHVxhupupLEZhw/viewform )

یادونه: د اړتیا په صورت کې، درانه نوماندان کولی شي د لاندې واټساپ شمېرې له لارې خپلې ستونزې حل کړي: ۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

Back to announcements