د «کیفیت د کنټرول لابراتوارونو مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۴
moph

دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو ۴۴ کارکوونکو ته پیل شو.

د ياد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، له روزنیز فرصت څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت پر لوړولو او په ولایتونو کې له نورو همکارانو سره د زده‌کړو او تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.

د پروګرام په ترڅ کې به ګډونوالو ته د کیفیت کنټرول او تضمین، د لابراتواري چارو د ښو کړنلارو، د لابراتوار خوندیتوب، د وسایلو او کیمیاوي موادو مدیریت، د ISO/IEC 17025 معیار او د کیفیت د مدیریت سیستم (QMS) په ګډون بېلا بېلو موضوعاتو برخه کې زده کړې ورکړل شي.

ياد روزنيز پروګرام د ولایتونو د لابراتوارونو د کارکوونکو ظرفیت لوړولو، د کیفیت د مدیریت سیستم پیاوړتیا او په هېواد کې د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول ښه والي په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۴
Background image

د «کیفیت د کنټرول لابراتوارونو مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو ۴۴ کارکوونکو ته پیل شو.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په قلوچ سیمه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ياد روغتیايي مرکز د قلوچ سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ او د غزني عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري، اداري کارکوونکو، د اقتصاد ریاست استازو، د یار تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د سنبلې میاشت کې د خوړو تنظیم، ثبت او جواز ورکولو په برخه کې ګڼ تخنیکي او اجرائیوي فعالیتونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند، خوراکي توکو ته د جواز ورکولو، ثبت او زمينې برابرولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د خوړو تنظیم، ثبت، جواز ورکولو او. . .

BACK TO NEWS