د سنبلې میاشت کې د خوړو تنظیم، ثبت او جواز ورکولو په برخه کې ګڼ تخنیکي او اجرائیوي فعالیتونه ترسره شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند، خوراکي توکو ته د جواز ورکولو، ثبت او زمينې برابرولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د خوړو تنظیم، ثبت، جواز ورکولو او بازار ته د وړاندې کولو برخه کې ګڼ شمېر تخنیکي او اجرائیوي فعالیتونه ترسره کړي دي

په دې موده کې ۶۵ ډوله خوراکي توکي د کیفیت کنټرول لابراتوار ته د ازموینې لپاره او ۵ ډوله نور خوراکي توکي د مایکروبیولوژیکي ازموینو په موخه د فارمسي پوهنځي ته استول شوي دي. همدارنګه، د لابراتواري ازموینو د پایلو له تأیید وروسته، د ۶۹ ډوله اوبو او خوراکي توکو او ۲۷ ډوله ماشومانو خوږو توکو ته خروج اجازه ورکړل شوې ده.

د دې ترڅنګ، ۱۸ ډوله خوراکي توکي د اسنادو نیمګړتیا، غیرمعیاري بسته‌بندۍ او لېبل او یا هم د لابراتواري ازموینو د نامطلوبو پایلو له امله بېرته مسترد شوي دي. د جواز ورکولو او صادراتو په برخه کې، د خوراکي توکو د تولیدي شرکتونو لپاره ۳ د فعالیت جوازونه او ۱۴ روغتیايي صادراتي تصدیق‌لیکونه (Export Health Certificates) صادر شوي دي.

سربېره پر دې، د تخنیکي اسنادو د تنظیم په برخه کې د خوړو خوندیتوب قانون او مقررو د پراختیا بهیر هم دوام لري. همدارنګه، د محصولاتو د ثبت، فابریکو ته د جواز ورکولو، بازار ته د خوراکي توکو د وړاندې کولو، حفظ‌الصحې، تأدیبي احکامو او نظارتي چک‌لېستونو اړوند یو شمېر طرزالعملونه او لارښودونه هم نهایي شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۴
Background image

د «کیفیت د کنټرول لابراتوارونو مدیریت» درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه درې ورځنی روزنیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو ۴۴ کارکوونکو ته پیل شو.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په قلوچ سیمه کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ياد روغتیايي مرکز د قلوچ سیمې د اوسېدونکو په مالي مرسته جوړ او د غزني عامې روغتیا رئیس ډاکټر رسول خان نظري، اداري کارکوونکو، د اقتصاد ریاست استازو، د یار تطبیق کوونکې مؤسسې مسؤلینو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د سنبلې میاشت کې د خوړو تنظیم، ثبت او جواز ورکولو په برخه کې ګڼ تخنیکي او اجرائیوي فعالیتونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند، خوراکي توکو ته د جواز ورکولو، ثبت او زمينې برابرولو ریاست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د خوړو تنظیم، ثبت، جواز ورکولو او. . .

BACK TO NEWS