د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې په ولایتونو کې د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، په روغتونونو کې د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو او د روغتیا په برخه پر موجوده ستونزو بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا ټینګار ته په اشارې له ولایتي مسؤلینو وغوښتل، تر څو د ولایتونو په ټولو روغتونونو او روغتیايي مراکزو کې هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې او د هغوی روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزیر همداراز د روغتیا په برخه کې د ولایتي رئیسانو ستونزې واورېدې او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.
له بل لوري د ولایتونو د عامې روغتیا ښاغلو رئیسانو د روغتیايي ستونزو د حل او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د غوره همغږۍ په موخه د ورته انلاین لیدنو ترسره کول اړین وبلل.