د اندرا ګاندي صحت طفل روغتون د زړه عملیات د څانګو له کاري پرمختګونو څخه لیدنه وشوه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۷:۳۴
د اندرا ګاندي صحت طفل روغتون د زړه عملیات د څانګو له کاري پرمختګونو څخه لیدنه وشوه

د ولسمشر د لومړي مرستیال روغتیایي سلاکار ډاکټر زلمي مصون د خپل ټیم سره د اندراګاندي صحت طفل د زړه د جراحي څانګې او نورو بیلابیلو څانګو کې د کار پرمختګ وڅېړه.

په دغه لیدنه کې، د روغتیا وزارت سلاکار ویاند ډاکټر اکمل سمسور او مقام ځینو نورو سلاکارانو د ډاکټر مصون ملتیا کوله لومړی یې د یاد روغتون د زړه جراحي څانګې څخه چې د نا معلومو دلایلو پر اساس یې کار چارې د قرار دادي شرکت لخوا درول شوې وې لیدنه وکړه، د ښې ارزونې او کار چارو د بیا پیل په پار يې لازمې پرېکړې وشوې.

همدارنګه، د ولسمشر د لومړي مرستیال روغتیايي سلاکار د اندراګاندي روغتون د عاجل، داخلې، جراحي، ټېلي مېډسن، سي ټي سکن، غاښونو، عملیات خونې، سترګو، لابراتوار، ایکسرې، هیماتولوژي څانګو څخه لیدنه وکړه او په دې څانګو کې یې د روغتیایی کار کونکو د دندو ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د روزل شویو ډاکټرانو یوه ډله په دې روغتون کې د زړه عملیات پیل کولو لپاره شتون لري او دوی دوی یه د دې څانګې د فعالیدو په پار تر بیارغونې تر بشپړولو انتظار کوي.

په پام کې ده چې د اندراګاندي د روغتون کې د ماشومانو زړه سوري ناروغي د جراحۍ لپاره د یاد روغتون د جراحۍ څانګې تر بشپړېدو بل ځای ټاکل شوی چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سه شنبه، وږی ۱۳۹۹/۲۵

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS