د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا !

rasooli_admin
nnn

د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي ریاست ۱۲۳/۱۱۳ ګڼه لیک پر بنسټ چې د عامې روغتیا وزارت ته را رسېدلی او د لیک متن کې د پاکستان هېواد د FCPS تخصصي بورسیې ته په شرایطو برابر ۲۰ تنه دوکتورانو ور پېژندلو غوښتنه شوې ده.
 
د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو وزارتونو ټولو په شرایطو برابر ډاکټر صاحبانو ته چې د انټرنس آزموینې لومړۍ  برخه (Part One) یې په پاکستان کې ترسره کړی وي، خبر ورکول کېږي، چې د دې خبرتیا له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې ۲۰۲۴/۱/۲۸ نېټې پورې د خپلې خوښې څانګه وټاکي لکه: (نفرالوژي،  پلمونولوژي، د زړه جراحي، انکالوژي…)، تحصیلي اسناد، پاسپورت او د تابعیت تذکره دې لاندې وټسپ شمېرې ته واستوي؛ ترڅو نوملیکنه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، هغه رشتې چې په هېواد کې ورته ډېره اړتیا ده لکه: نفرالوژي، پلمونولوژي، د زړه جراحي، انکالوژي، معده او ځیګر او رویمتالوژي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د وټسپ شمېره: 0788209637
برېښنالیک :pgme@moph.gov.af

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۱:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۱/۲ نېټې پورې خوست ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۹:۳۶
Background image

په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو فارغانو د ایګزيټ ازموینې خبرتیا!

د عامې روغتيا وزارت خبر ورکوي، چې په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو هغه فارغان، چې د عامې روغتیا وزارت سره یې نوملیکنه کړې او شهرت یې په مل لینک کې شتون ولري، د کارتونو وېش، . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د اکمال تخصص ازموینې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر چهارشنبې ورځې ( د مرغومي ۱۰ مې) نېټې پورې د لاندې لینک له لارې . . .

Back to announcements