د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: په ارتقایي او وروستۍ ازموینه د ټریني ډاکټرانو لپاره د شمولیت شرایط:

د نصاب پلي کولو او د تخصص برنامې په معیاري بڼه ترتیب کولو لپاره ټول محترم ټریني ډاکټران اړ دي، چې په ارتقایي او وروستۍ ازموینه کې د شمولیت په موخه لاندې موارد بشپړ کړي.

۱- د ټریننګ د کلني د نصاب له مخې د لاک بوک بشپړول.

۲- د ټریننګ له دویم کال څخه وروسته د څېړنې (Research)  بشپړول.

له همدې امله د پورتنیو ټولو مراتبو په نظر کې نیولو سره  د تخصصي روغتونونو ټولو محترمو ټریني متخصصینو ته خبر ورکول کېږي، چې له پورتنیو مواردو د نه بشپړېدو  په صورت کې په ازموینه کې د ګډون وړ نه دي او نه شي کولای په ازموینه کې ګډون وکړي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

موضوع: د ۱۴۰۴ لمریز کال Comprehensive ازموینې په اړه:

ټاکل شوې د ۱۴۰۳ لمریز کال اکمال تخصص برنامې څخه فارغو شویو کسانو  Comprehensive ازموینه د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لومړۍ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو عمومي ریاست خبرتیا!

د پنځم او شپږم بستونو ټولو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نوماندانو د شارټ لېست پایلو د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت په ویب پاڼه کې د کاندیدانو د پایلو نه . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

موضوع: د Comprehensive ازموینې پایلې!

د ۱۴۰۳ هـ ش کال د تحریري (Comprehensive) ازموینه، چې د ازموینو ملي ادارې له لوري اخیستل شوې وه، په شرایطو برابرو نوماندانو څخه یې عملي ازموینه هم . . .

Back to announcements