د خصوصي سکتور له استازو سره د اکسیجن د عادلانه وېش او پراخې همغږۍ په پار ناسته ترسره شوه
یکشنبه، غبرګولی ٣٠/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د خصوصي سکتور له استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې په دولتي او خصوصي سکتور کې د اکسیجن د عادلانه وېش او په هېواد کې د اکسیجن د قاچاق مخنیوي او احتکار په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د خصوصي سکتور استازو په هېواد کې د اکسیجن د عادلانه وېش او قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د هېواد د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل او په دې برخه کې یې د دغه وزارت د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د خصوصي سکتور د استازو وړاندیزونو پر اورېدو سربېره زیاته کړه چې د افغانستان د دولت مشرتابه او د عامې روغتیا وزارت هڅه کړې ترڅو په پلازمېنه او ولایتونو په دولتي روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ په نصبولو او لا زیاتو دستګاه وؤ په برابرولو سره دغه ستونزه حل کړي.
هغه همدارنګه د خصوصي سکتور له استازو وغوښتل چې د اکسیجن د مصرف، قاچاق څخه مخنیوي، احتکار او همدارنګه په خصوصي روغتونونو کې د پي سي آر د کره ازموینې په ترسره کولو په خصوصي روغتونونو کې جدي پاملرنه وکړي او د عامې روغتیا وزارت سره دې مرسته وکړي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د اکسیجن قاچاق او احتکار څخه د مخنیوي او څېړلو لپاره د یوې کمېټې د جوړېدو په اړه ګډونوال ته خبر ورکړ او دوی څخه یې وغوښتل چې په دې کمېټه کې دې خپل استازی معرفي کړي ترڅو کوم اجراات چې په پام کې دي ترسره شي.