د خوړو او درملو معینیت کې د مرکز تخصصي روغتونونو د درملو او معالجوي کمېټې (DTC) د جوړولو درې ورځنی سیمینار پيل شو
یاد سیمینار د خوړو او درملو معینیت د درملیزو خدمتونو ریاست د متخصصینو له لوري د کابل ښار د تخصصي او درېمې کچې روغتونونو ۶۰ تنو کارکوونکو ته د بېلابېلو مهمو موضوعاتو (د درملو سم استعمال، د طبابت اخلاق، د میکروبي مقاومتونو د مخنیوی او نورو مهمو موضوعاتو) په اړه د یاد معینیت په عمومي تالار کې پیل شو.
د دې سیمینار په پرانیسته کې د درملو او روغتیایي محصولاتو لوی رئیس، ډاکتر نعیمالله ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو او معالجوي کمېټې (DTC) پر ارزښت خبرې وکړې او د درملو سم استعمال یې د درملیزو مقاومتونو د کمولو، د درملنې د لګښت او مودې د راکمولو او د مړینې د کچې د ټیټولو په برخه کې اړین وباله او د ورته روزنیزو برنامو تر سره کول یې د هېواد د روغتونونو د روغتیایي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو لپاره حیاتي یاد کړل.
ډاکتر نعیم الله ایوبي زیاته کړه، د الله تعالی قول دی، چې د یوه انسان ژغورنه د ټول بشریت ژغورنه ده.
دغه راز، د خوړو او درملو معینیت د درملیزو خدمتونو رئیس، مولوي بشیر احمد هارون د یاد سیمینار د ټاکل شویو موضوعاتو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د سیمینار ټول مطالب په پوره پاملرنې زده او په کاري سیمه کې یې عملي کړي.
