د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د دې وزارت اړوند مرکزي ریاستونو له رئیسانو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۴۵
moph

په یاده ناسته کې هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو پر رسېدو، د ناروغانو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنې او د اړوند ریاستونو تر منځ په غوره او دومداره همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال هېوادالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول له خپلو لومړیتوبونو وباله او په همدې موخه یې د مرکزي ریاستونو د مسؤلینو تر منځ همغږي اړینه وبلله او ویې ویل، چې د عامې روغتیا وزارت په هڅه کې دی؛ تر څو د هرې ممکنې لارې په کور دننه هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۰
Background image

په بلخ ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې ۳ OPD کلینیکونه د قانوني اسنادو د نه تکمیلېدو او. . .

BACK TO NEWS