د روغتیايي پراختیا اوپالیسۍ مرستیال د ښاغلي تاریه مګنوسن واټر دال سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۳:۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا اوپالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رئیس، ښاغلي تاریه مګنوسن واټر دال سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو، د دواړو لورو تر منځ په لا زیاته همغږۍ او د عامې روغتیا وزارت د کاري لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د دغه کمېټې د راتلونکو پلانونو اړوند بحث او خبرې ترسره کړې.

په پام کې ده په راتلونکې اونۍ د دواړو لورو تخنیکي کمېټې هم د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د فعالیتونو او د روغتیايي خدمتونو د عرضې ښه کولو په موخه د دغه سازمان د پراختیايي پلانونو په اړه غونډه په لاره واچوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او همغږۍ په اړه ولیدل

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره ليدنه ترسره. . .

BACK TO NEWS