د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د روغتیا وزارت ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه وشوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۵۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا ازبکستان هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د درملو د صنعت پراختیا ادارې له رئیس، عبدالله عزیزوف سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې دواړو لورو د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي محصولاتو او خوړو په برخو کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پراختیا، تجربو شریکولو، د تخنیکي پوهې د لېږد، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو، سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې تر سره کړې.

د خوړو او د درملو مرستیال ښاغلي زاهد د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوړو د کیفیت ښه والي په موخه یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پراختيا، د تجربو شریکولو، د تخنیکي پوهې د لېږد او د تخنیکي ظرفیتونو د پياوړتيا پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ازبکستان د روغتیا وزارت مسؤلينو هم د خپل هېواد د درملو صنعت او روغتیايي محصولاتو ظرفیتونو، لاسته راوړنو او تنظيمي سیستمونو په معرفي کولو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره د تخنیکي همکاریو پراختیا، د تجربو شريکولو او د ګډو پروګرامونو پلي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۴۵
Background image

په زابل کې د وقایوي تغذیې خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له CHA مؤسسې سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په زابل ولایت کې د وقایوي تغذیې خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Coordination of Humanitarian Assistance-CHA مؤسسې سره د (۳۴۸۵۰۸۹۵) څلور دېرش میلیونه اته سوه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوليو د له منځه وړلو نړیوال روغتیايي پروګرام (GPEI) د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت په تالار کې د مقام مشاورینو او د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، د پوليو. . .

BACK TO NEWS