د عامې روغتیا وزارت او AYSO مؤسسې ترمنځ د غور او بادغیس لپاره د روغتیايي خدمتونو تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د غور او بادغیس ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AYSO مؤسسې سره د (۴۹۲۳۲۸) څلور سوه دوه نوي زره درې سوه اته ویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یادو ولایتونو (۴۴۰۰۰۰) اوسېدونکي د اساسي روغتیايي مرکزونو له لارې د تغذیې خدمتونو برخمن او (۴۹) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
