د عامې روغتیا وزارت ایمرجنسي ټولنه د افغان ډاکټرانو په روزنه کې همکاري کوي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن په افغانستان کې مېرمن روسیلا میچیود ایمرجنسي ټولنې له مسؤلې سره په افغانستان کې د دې ټولنې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې
اغلې میچیو په افغانستان کې د دې ادارې د همکارۍ پر ډېرروالي باندې ټینګار وکړ، د بېړنۍ پاملرنې او انستیزي برخه کې د افغان ډاکترانو د روزنې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
هغې وویل: د ایمرجنسی ټولنه په پام کې لري ترڅو د تخصص برنامه د بېړنۍ پاملرنې او انستیزي څانګې د ایمرجنسي روغتونونو کاري پرګرامونو کې په افغانستان کې شامل کړي او افغان ډاکترانو ته په دې برخو کې روزنه ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، په افغانستان کې د ایمرجنسي ټولنې د دوامداره همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل: د عامې روغتیا وزارت چمتو دی چې په افغانستان کې د دې ټولنې د همکاریو د پراختیا برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي.
همدارنګه دواړو لوریو په افغانستان کې د کورونا واکسین چمتو کولو څرنګوالي په اړه هم خبرې وکړې او د ایمرجنسي مسؤل ژمنه وکړه چې د کورونا واکسین عادلانه لاسرسي په پار د مخ پر ودې هېوادونو نه د مرستې غوښتنه کوي.