د عامې روغتیا وزارت د بودیجې عمومي وضعیت تر بحث لاندې ونیول شو
سه شنبه، وری ١٤٠٠/٣١
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د عامې روغتیا وزارت د بودیجې عمومي وضعیت د پروژو د استازو په شتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې تربحث لاندې ونیؤ.
په دې ناسته کې، د پروژو مسؤولینو خپلې ننګونې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت مشرتابه سره شریک کړل او د شته ننګونو د حل لپاره یې د دغه وزارت د مشرتابه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیا په سکتور کې د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: موږ هڅه کوؤ چې د مالیې وزارت سره په همکارۍ د دې کال تر دویمې نیمایي د اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړو.
ډاکتر مجروح د روغتیا په مهمو برخو کې د شته بودیجې پر لګښت ټینګار وکړ او د پروژو له مسؤولینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.