د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي د معتادینو ۸۰ بستریز روغتون څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۵۸
moph

په دغه نظارت کې ښاغلي مرستیال، له یو شمېر ډاکټرانو او بستر ناروغانو سره له نږدې ولیدل او د روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي په اړه یې له هغوئ څخه پوښتنې وکړې، ترڅو د بستر ناروغانو د رضایت کچه وارزوي.

همدارنګه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یاد روغتون له ډاکټرانو سره په لیدنه کې د هغوی روغتیايي اړتیاوې واورېدې او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او همدارنګه له ناروغانو سره د مناسب چلند پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS