د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل د زابل له والي سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل؛ نن د زابل ولایت له والي جنرال احمدګل رسولي، په پارلمان کې د دغه ولایت استازي او د ولایتي شورا رییس سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د ولایت والي او استازو د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره د دې ولایت روغتیایي ننګونې شریکې کړې او د درملو کمښت، د روغتیایي مرکزونو زیاتول، مرکزي ولایتي روغتون ته پر وخت بودجه رسول، په ولایتي روغتون کې د لفټ نصبول او د "اس ډي او" مؤسسې د فعالیتونو بیاکتنه چې په دغه ولایت کې روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي غوښتونکي شول.
ډاکټر بشیر نورمل د دې ولایت د استازو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د شته ننګونو په هواري کې یې دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د پالیسۍ او پلان جوړونې معین وویل: د زابل ولایت د هېواد یو له لرې پرتو او محرومو ولایتونو څخه دی او موږ هڅه کوو چې په دې ولایت کې روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی ډېر کړو.
همدارنګه ټاکل شوې ده "ادا" مؤسسه چې د اس ډي او مؤسسې پرځای د کار چارو د ټکني کېدو په پار د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې غوره شوې ده ژر تر ژره به په یاد ولایت کې خپل فعالیت پیل کړي.