د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رياست له لوري د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو وروستی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۰
moph

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، مشاورینو او متخصصینو ګډون کړی و.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال وویل: د معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي. هغه زياته کړه، د دې پروسې موخه یواځې د نوي سند جوړول نه دي، بلکې د روغتیايي خدمتونو لپاره د یوه جامع، عملي، د تطبیق وړ او دوامدار چوکاټ رامنځته کول دي، چې د خدمتونو د کیفیت، عادلانه لاسرسي او د راجع کولو د يو اغېزمن سیستم زمینه به برابره کړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئيس هم د یاد سند د اهمیت په اړه وينا تر سره او ویې ویل: دغه سند د هېواد د اوسني نفوس، روغتیايي اړتیاوو او موجوده امکاناتو پر بنسټ ترتیب شوی، چې له مخې به یې د هېواد په ټولو سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو معیاري، منظم او عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

دغه راز، په دې ورکشاپ کې متخصصینو په ګروپي ډول د یاد سند لا ښه والي او معیاري کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل؛ ترڅو د مسلکي نظرونو څخه په ګټې اخیستنې د روغتیايي خدمتونو نوی سند لا معیاري، جامع او د هېواد د اوسنیو اړتیاوو سره سم نهایي او چمتو شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رياست له لوري د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو نوي سند د بیاکتنې او نهایي کولو وروستی ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو د روغتیايي او اداري کارکوونکو لپاره دوه روزنیز پروګرامونه ترسره کړل

په دغو پروګرامونو کې، یو پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د اتاترک ملي او تخصصي روغتون ۴۸ تنو کارکوونکو لپاره د اداري مکتوبونو او مراسلاتو، پلان جوړونې، د ادارې او مدیریت بنسټونو، راپور لیکنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د نړیوالو مؤسسو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتي سیستم برېښنايي کولو په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه درې ورځنی پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د نړیوالو مؤسسو د ۴۵ تنو استازو په ګډون، د ياد معینیت په عمومي تالار کې. . .

BACK TO NEWS