د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ
یاد نظارت چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ارزونه، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول او په روغتیايي چارو کې د شفافیت تأمین دی، په ترڅ کې یې مفتي عبدالقدوس هاشمي د ولایت او ولسوالیو په کچه له دولتي او خصوصي روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه لیدنې ترسره، د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات تر لاسه، د ناروغانو احوال یې واخیست او هغوی ته یې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکولو ترڅنګ د ژر روغتیا هیله څرګنده کړه.
همدارنګه، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې د ټولو روغتیايي او خدماتي کارکوونکو د هڅو، ژمنتیا او ترسره شویو خدمتونو ستاینه وکړه او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، لا غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د غوره چلند کولو په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
