د عامې روغتیا وزارت سرپرست د زابل له والي سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۲۲:۱۶
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د زابل له والي سره وکتل

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د زابل ولایت له والي ښاغلي احمد ګل رسولي او په پارلمان کې د دغه ولایت له استازې زهرا توخي سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې د زابل والي د دغه ولایت روغتیايي ستونزې په ځانګړې توګه په روغتیایي مرکزونو کې د درملو اکمالاتو په اړه د عامې وزارت له رهبري سره شریکې کړې او د دغه ولایت د ننګونو په حل کې یې له وزارت څخه د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړ.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه ولایت د روغتیایي ننګونو د اورېدو سربېره، دوی سره د ننګونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز ډاکټر مجروح وویل: چې په دغه ولایت کې د درملو اکمالاتو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره به د نړیوال روغتیا سازمان په همکارۍ د درملو کڅوړې ډېر ژر دې ولایت ته واستول شي.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د زابل د روغتون د جوړولو مسله به له اړونده مسؤلینو سره شریکه کړي تر څو د رامینځته شویو ستونزو د حل په برخه کې اړین اقدامات وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS