د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایت د کووېډ -۱۹ روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۸:۲۹
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندز ولایت د کووېډ -۱۹ روغتون کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی وارزؤ

چهارشنبه، چنګاښ ۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د کندز ولایتي روغتون د کړنو له ارزونې وروسته ددغه ولایت د کووېډ -۱۹ روغتون څخه لیدنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ددغه روغتون د ډاکترانو هڅې وستایلې او د دوی کړنې یې د قناعت وړ وبللې.

ډاکټر مجروح، په دغه روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه پر فعالولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه موږ هڅه کوو چې دغه روغتون کې د اکسیجن تولید دستګاه نصب کړو تر څو په دغه ولایت کې د اکسیجن د کمښت ننګونه حل شي.

هغه همدارنګه ددغه روغتون له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د کورونا ناروغانو د درملنې په برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS