د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د غلام حیدر خان عالي لېسه کې د روغتیایي احتیاطي تدابیرو څرنګوالي ارزونه وکړه
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د غلام حیدر خان عالي لیسې ته ولاړ او په دغه ښوونځي کې د کورونا ویروس د مخنیوي برخه کې شته تدابیر و ارزول.
ډاکټر عثماني د روغتیایي لارښوونو په پام کې نیول د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره اړین وبلل او د دې ښوونځي له ټولو ښوونکو او زده کونکو یې وغوښتل چې دوی دې خپل او د خپلو کورنیو ژوند خوندي کولو لپاره روغتیایي لارښوونې عملي کړي.
د عامې روغتیا وزارت نوماند وویل: "د عامې روغتیا وزارت لخوا په کورونا ویروس اخته کسانو پېژندلو لپاره وروستۍ سروې ښیي چې په هېواد کې د ویروس په وړاندې نسبي معافیت رامینځته شوی او له همدې امله موږ تعلیمي مرکزونه پرانیستل." "موږ د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت سره هوکړه وکړه او دا مسله مو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې ته د یو ځانګړي پلان/طرحې په اساس وړاندې کړه." ډاکټر عثماني دا هم وویل چې د ښوونځیو بیا پرانیستل په هېواد کې د کورونا ویروس له منځه وړو معنی نلري، کورونا ویرس لاهم په هېواد کې شتون لري او خلک باید د دې ویروس پر وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي.
د عامې روغتیا نوماند ټینګار وکړ چې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره، د دې وزارت لخوا لازم چمتووالی نیول شوی او په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د کورونا ناروغانو درملنې او پاملرنې لپاره زمینه برابره شوې.
په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر زده کوونکي وهڅول چې کورنی (تکه یي) ماسک وکاروي او له دوی یې وغوښتل چې په کور کې د ټوټه یي (تکه یي) ماسک جوړ کړي، کوم چې هم ارزانه او د وینځلو وړ دي.
ډاکټر عثماني څرګنده کړه چې د روغتیا په سکتور کې د فساد پر وړاندې مبارزه د وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او زیاته یې کړه موږ هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې فاسد خلک وپېژنو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.
له بلې خوا، د کابل د پوهنې رییس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په ورته وخت کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو سره سم ټولو کورنیو او زده کونکو ته د روغتیایي لارښوونو د عملي کولو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوﺉ، تر څو په ښوونځیو کې د یاد ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.
د غلام حیدر خان عالي لیسې مدیر ښاغلي اسدالله کوهستاني په دې ښوونځي کې د احتیاطي تدابیرو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ښوونځي ټولو زده کونکو ته ویل شوي چې ټولې روغتیایي لارښوونې دې عملي کړي، په ځانګړي ډول د ماسک اغوستل، لاسونه مینځل او ښوونځي ته د ننوتلو پر مهال ټولنیز واټن مراعتول.