د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د فاریاب ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وارزول
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني په مشرۍ د يو پلاوي په ګډون نن د فارياب ولايت کې روغتیایي خدمتونو وړاندې کول وارزول.
د عامې روغتيا نوماند وزير د دې سفر په لړ کې د فارياب ولايت له والي، علماوو شورا، د فارياب ولايت له مخورو او رغتيايي کارکوونکو سره له نږدې وکتل او د دغه ولايت روغتيايي ستونزې یې نږدې وڅېړلې او د حل په موخه یې مسؤولینو ته لارښونه او ډاډ ورکړ.
د عامې روغتيا نوماند وزير د فارياب ولايت د روغتيايي کارکوونکو کړنې وستايلې او د فارياب ولايت د ولايتي روغتون له نظم، د روغتيايي خدمتونو کیفیت او په یاد روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د ناروغانو رضايت له څخه خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي عثماني د فارياب د علماوؤ د غوښتنو پر ځواب کې د فارياب په ولايتي روغتون کې د مسجد د جوړولو ژمنه هم وکړه او ويې ويل: چې دغه مسجد به ډېر ژر د فارياب په ولايتي روغتون کې جوړ شي.
د عامې روغتيا نوماند وزير همدا راز وويل، چې د ولايتي روغتون د اکسیجن د توليد دستګاه به نږدې راتلونکي کې د ظرفيت لوړولو په پار د 1,8 ميلیون افغانيو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د دې ترڅنګ د عامې روغتيا نوماند وزير ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د فاریاب د ولايتی روغتون د لابراتوار څانګې کار کوونکو ته د عملي زده کړو ( ټرينينګ) زمينه د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې برابره کړي.
همدارنګه د عامې روغتيا نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني د لارښوونې له مخې به د فارياب ولايت د (ولادي او نسايي) روغتون ودانۍ چې درې کاله وړاندې جوړه شوې وه تراوسه فعاله شوې نه وه، ډېر ژربه فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.