د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د فاریاب ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وارزول

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۱:۳۰
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر د فاریاب ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول وارزول

د افغانستان د ‌عامې روغتيا وزارت نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني په مشرۍ د يو پلاوي په ګډون نن د فارياب ولايت کې روغتیایي خدمتونو وړاندې کول وارزول.

د‌ عامې روغتيا نوماند وزير د دې سفر په لړ کې د فارياب ولايت له والي، علماوو شورا، د فارياب ولايت له مخورو او رغتيايي کارکوونکو سره له نږدې وکتل او د دغه ولايت روغتيايي ستونزې یې نږدې وڅېړلې او د حل په موخه یې مسؤولینو ته لارښونه او ډاډ ورکړ.

د عامې روغتيا نوماند وزير د فارياب ولايت د روغتيايي کارکوونکو کړنې وستايلې او د فارياب ولايت د ولايتي روغتون له نظم، د روغتيايي خدمتونو کیفیت او په یاد روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د ناروغانو رضايت له څخه خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي عثماني د فارياب د علماوؤ د‌ غوښتنو پر ځواب کې د‌ فارياب په ولايتي روغتون کې د مسجد د جوړولو ژمنه هم وکړه او ويې ويل: چې دغه مسجد به ډېر ژر د‌ فارياب په ولايتي روغتون کې جوړ شي.

د عامې روغتيا نوماند وزير همدا راز وويل، چې د ولايتي روغتون د اکسیجن د توليد دستګاه به نږدې راتلونکي کې د ظرفيت لوړولو په پار د 1,8 ميلیون افغانيو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.

د دې ترڅنګ د عامې روغتيا نوماند وزير ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د فاریاب د ولايتی روغتون د لابراتوار څانګې کار کوونکو ته د عملي زده کړو ( ټرينينګ) زمينه د کابل په مرکزي لابراتوارونو کې برابره کړي.

همدارنګه د عامې روغتيا نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني د لارښوونې له مخې به د فارياب ولايت د (ولادي او نسايي) روغتون ودانۍ چې درې کاله وړاندې جوړه شوې وه تراوسه فعاله شوې نه وه، ډېر ژربه فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

به ارزش ۲۷ هزار دالر امریکایی بخش باکتریولوژی و پی سی آر در شفاخانه رُخه ولایت پنجشیر افتتاح شد

به ارزش ۲۷ هزار دالر امریکایی بخش باکتریولوژی و پی سی آر در شفاخانه رُخه ولایت پنجشیر افتتاح شد.

 این بخش با همکاری مالی سازمان صحی جهان فعال گردیده که با فعال شدن آن در قسمت تشخیص و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

رییس عمومی منابع بشری وزارت صحت‌عامه از انستیتوت علوم صحی پوهاند غضنفر دیدار کردند

آقای عرفان الله "کریمی" رییس عمومی منابع بشری وزارت صحت‌عامه افغانستان و هیآت همراه شان از جریان امتحان نهایی سمستر خزانی انستیتوت علوم صحی پوهاند غضنفر دیدار کردند و همچنان با داکتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

نظارت از سکتور خصوصی صحی در ولایت های محتلف

در نتیجه نظارت بر سکتور صحی خصوصی در ولایت های ننگرهار، نیمروز و پکتیکا علاوه بر یک مرکز صحی، ۱۳ باب معاینه خانه، لابراتوار و دواخانه نیز به دلیل نداشتن اسناد و فعالیت های غیرقانونی. . .

BACK TO NEWS