د عامې روغتیا وزیر له لیرې لارې د روغتیا برخه کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې له استازو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن د امریکې د متحده ایالاتو د روغتیا د څانګې له مشر ښاغلي ریډولف اګستین او ډاکټر اکرام سره په کتنه کې د هېواد په پنځو حوزو کې د وېنټلاټور دستګاه وؤ د روزنې برنامې او د هېواد په څلور ولایتونو کې د اکسیجن پلا نټ دستګاه وؤ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
سربېره پردې، د عامې روغتیا وزیر له ښاغلي اګستین سره د کورونا ویروس واکسین پر رامنیځته کولو، په هېواد کې د کورونا ویروس موجوده حالت کې د NHTAP او UHI پروژو ارزونه او همدارنګه په هېواد کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه او د کورونا ویروس اخته کسانو د تشخیص ګړندي کولو په پار د جن اکسپرت دستګاه وؤ د کار چارو سرته رسولو لپاره د زمینې برابرولو په اړه خبرې وکړې او په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو.
د ناستې په لړ کې، د متحده ایالاتو د روغتیا د څانګې مسؤل ښاغلي رنډولف اګستین، د عامې روغتیا له وزیر سره ژمنه وکړه چې دا اداره چمتو ده چې د افغانستان روغتیا سکتور سره په دې برخو کې لازیاته همکاري وکړي.
دغه راز، ډاکټر عثماني د افغانستان دولت او خلکو په استازیتوب، د افغانستان د روغتیا سکتور سره د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې د مرستو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې دا مرستې به په مؤثره او شفاف ډول وکاروي.
د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره د وېنټلاټور دستګاه وؤ د روزنې برنامه په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې چې دا برنامه په درې ولایتونو هرات، بلخ او کابل ولایتونو کې بشپړه شوې ده، په ورته وخت کې د اکسیجن پلا نټ دستګاه وې چې په یوه دقیقه کې 3000 لېټره په ظرفیت کندهار، ننګرهار، بلخ او په کابل کې د افغان جاپان روغتون او نورو بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.