د عامې روغتیا وزیر په قطر هیواد کې د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۱۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد په پلازمېنې دوحه کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام اړوند د تخنیکي مشورتي ګروپ (TAG) ناسته کې ګډون وکړ

یاده ناسته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرامونو په تړاو د بحث او مشورې په موخه جوړه شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په دې ناسته کې وویل:( د تېر په پرتله په هېواد کې پولیو واکسین ته خلکو لاسرسی ښه شوی، اوسمهال په ټول هېواد کې داسې سیمه نشته، چې اوسېدونکې یې واکسین ته لاسرسی ونه لري؛ دغه راز د ښځو په ګډون له ۷۰ زرو ډېر د لومړۍ کرښې کارکوونکي په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام برخه دي.)

ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه: ( زه له تمویلوونکو او مرستندویه ادارو غوښتنه کوم، چې په افغانستان کې د دغه پروګرام او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.)

د یادونې وړ ده، چې د یادې څلور ورځنې ناستې په اوږدو کې به د NEOC، WHO، UNICEF، BMGF، CDC، GAVI او روټري انټرنېشنل استازي د تېرې TAG غونډې وړاندیزونه وڅېړي او د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرامونو لپاره به له اوسنیو شرایطو سره سم نوې سپارښتنې انتخاب او وړاندې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د اختر په ورځو کې د روغتیایي خدماتو څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اختر په لمړۍ ورځ په کابل کې د وزير محمد اکبر خان تخصصي روغتون له روغتیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۱۴
Background image

پکتیا ولایت کې د جن اکسپرټ ماشین فعال شو

د پکتیا ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د زرمت ولسوالۍ په روغتون کې د نري رنځ د تشخیص ماشین (جن اکسپرټ) فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

 

د یاد ماشین په مرسته به د اړوند ناروغانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۳۶
Background image

د اندارګاندي ماشومانو د درملنې روغتون څخه د تخصص ټیم لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر او ورسره مل ټیم د تخصص په برخه کې د شته نیمګړتیاوو له منځه وړلو، د ټرینر متخصصینو او ټریني ډاکټرانو ستونزو ته د رسېدو په. . .

BACK TO NEWS